دپاريس په کنفرانس کښي د طالبانو ملي دريځ
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

                                              دلاس پوڅو واکمنانو او جنګ سالارانو بيره !      ۶ــ ۱ ــ ۲۰۱۳     

لومړي برخه ــ دپاريس کنفرانس ته  يوه لنډه کتنه !

 دوهمه برخه  ــ دطالبانو په وړاندي دامريکا دسياست بدلون ! 

  لومړي برخه :   تريوولسوکالو وسله وال مقاومت  وروسته طالبان په دې وتوانيدل چی خپل دريځ  نه يوازي داشغالګرو تر غوږو  بلکه دافغانستان لاس پوڅو واکمنانو او لوي جنګ سالارانو تر غوږونوپوري هم ورسوي ۰  په کنفرانس کښي که  ددوي ليکلي وينا په لږ دقت وويل سي ، نيژدي  ټول هغه ټکي پکښي معلوميږي ،  کوم چی دافغان ملي ګټو اساس جوړوي۰ ځکه نو په جرئت سره ويلايسو چی په کنفرانس کي  دطالبانو دا دريځ يو ملی منشآ لري  ۰ ددوي دا ښکاره ملي دريځ نه يوازي دکرزي لاس پوڅي اداره بلکه لوي جنګ سالاران يي هم دوارخطايي او ځني بيا دنامعلو م غبرګون سره مخامخ کړي دي ۰ ځکه نو د پاریس په غونډه کې له طالب استازو پرته دنورو ټولو ډلو استازو پرېکړه کړې چې د دغه ډول غونډو په څلورمه غونډه کې به پر هغو مسایلو خبرې کوي چې دوی پرې د نظر اختلاف لري. دا خپله ددوي د وارخطايي ښکاره بيلګه ده ۰

 داځل بيا  دارګ دچارواکو غبرګون د بهرنيو چارو دوزارت دوياند  له لاري  بيا هم هغه مخکني زوړ  دريځ   داسي بيان کړ  : (دطالبانو ددې غوښتني په هکله چی بايد اساسي قانون او حکومت تغير وخوري داد ملت په خير نه دي ۰ او هم په ټينګار سره وويل چی دافغانستان اساسي قانون او ديوولسو کلونو اقتصادي او فرهنګي لاس ته راوړني بايد وساتل سي)  ۰ که دولتي چارواکوو پورتنيو ټکو ته نظر واچوو ، يوازي يو څه ځني اخستلايسو هغه داچی ، دا لاس پوڅي بشري او اقتصادي جنايتکاران دخپلو کورنيو او ګروپونو دناروا ګټو  دډيرولو او ساتلو له پاره بيا هم غواړي دتيري نيژدي يوي لسيزي په څير نور هم ددې يرغمل سوي ملت شتمني چور اوملت نور هم د بشري ناورينونو سره مخامخ کړي ۰ بايد دا په ګوته  کړو چی د لاس پوڅي حاکميت او جنګ سالارانو اساسي هدف په څه کي دي ، چی هروخت دوسله وال مقاومت سره دصلح دخبرو پر وخت  غواړي   په طالبانو باندي خپل اساسي قانون قبول کړي  ۰ داساسي قانون دقبلولو څخه  ددې لوي اقتصادي جنايتکا رانو هدف يوازي او يوازي نهمه او لسمه ماده ده ، چی ودې لاس پوڅي حاکميت ، بهرنيو او کورنيو  اقتصادي جنايتکارانو ته دچور او چپاول لاره خلاصه کړي ده ۰ او داهغه اساسي قانون دي چی   دصلح په خيمه ( دوطن پلورلو خيمه )  کي دامريکا او دغربي نړي دنورو هيوادونو داستخباراتو تر مستقيم نظارت او لارښووني لاندي  دافغا ن  دملت په غياب کي په لويو جنګ سالارانو او په يو شميرداسي افغانانو باندي تصويب کړ ، چی هغوي په هيڅ ډول دافغان ملت استازيتوب نه سواي کولاي ۰  چی ددې غير مشروع اساسي قانون اقتصادي  پا يلي افغان ولس په خپلو سترګو باندي وليدلي ۰ دبيلګي په

ډول به په وطن کي د ټولو اقتصادي عرصو څخه يوازي د حاجيګګ دوسپني دمعدن دقرارداد په هکله ووايو چی قرارداد يي دلوړو واکمنو جنايتکارانو له خواه داسي جوړ سوي دي ، چی شپږ فيصده افغان ولس ته او ۹۴ فيصده به بهرني شرکت پکښي ګټه اخلي ۰  او يا که دامو دحوزي دتيلو قرارداد ته دملي ګټو په روڼآ کي وګورو ، دا قرارداد د معدن دوزارت او دچين د ( سي ، ان ، پي ، ايس  ) تر منځ په تير کال کښي په داسي حال کي امضا سوو چی دافغان ولس ګټه په دې تيلو کي ۱۵ فيصده او بهرني شرکت چی دکرزي دکورني يو غړي هم ورسره شريک دي ۸۵ فيصده ګټه وخپلو جيبونو ته اچوي ۰ چی دانو په ښکاره ويلايسو چی لاس پوڅي حاکميت د خپلو او يرغلګرو دجيبونو دډکولو له پاره په څونه کچه دملي ګټو پر ضد ښکاره ملي خيانت کوي ۰ چی ددې منشا بيا هم داساسي قانون څخه راوځي  ( دځينو  معدنونودقراردا دونو  په هکله به په راتلونکي کي به په وضاحت سره به يوه ليکنه وړاندي کړو ) ۰  ځکه نو بياهم دشکر ځاي دي چی دبهرنيويرغلګرو  او کورنيو بشري جنايتکارانو په وړاندي داسي يو ملي مقاومت شتون لري ، چی د مقاومت له بيري يي ونه کړايسواي چی ددې يرغمل سوي ولس ټوله  ملي شتمني په تيره يوه لسيزه کي دافريقايي هيوادونو په څير چور او چپاول کړي ۰ ګرچی دا دغلا لړي دبهرنيو او کورنيو جنايتکارو واکمنانو له خوا په يوه او بل ډول شروع سوي ده ، او ولس ودې نتيجي ته رسيدلي دي چی ددې جنايتکارانو دلاس تړولو له پاره دملي مقامت وڅنګ ته ودريږي ۰ ځکه نو   نه يوازي طالبان بلکه افغان ولس هم په نوي راتلونکي رژيم کي د ولس دريښتينو استازو  له لاري  دداسی نوي اساسي قانو ن  تصويبول غواړي ، چی په هغه کي دملت ريښتيني ګټي انعکاس موندلي وي ، چی په نتيجه کي تللي ملي شتمني بيرته داقتصادي جنايتکارانو څخه تر لاسه کړي ۰ لازمه مي وبلله چی  دپاريس په کنفرانس کي دطالبانو دليکلي وينا څخه مي څو ليکي چی دنوي اساسي قانون په هکله يي کړي دلته رانقل کړم، که ددوی دې نظر ته په دقت وکتل سي ، چی ددوی داوينا په څونه پراخه نظرداسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په روڼا کي او دبله اړخه په څونه لوړه کچه  دموکراتيکه  ، مترقي او افغاني هر اړخيزه بڼه لري ۰  دوي دنوي اساسي قانون په هکله  داسي ليکلي دي : -  (اسلامي امارت د خپل ګران هېواد او غیور ولس د پرمختګ، هوسا ژوند او د چارو د بهبود لپاره یو داسې اساسي قانون ضرور بولي چې د اسلام د مبارک دین د اصولو، ملي ګټو، تاریخي ویاړونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړ وي، انساني کرامت، ملي ارزښتونو او بشري حقوقو ته ژمن وي، دهېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ټولو هېوادوالو د ټولو حقوقو ضمانت وکړای شي، او هیڅ داسې ماده یا بند به ځای پکښې ونلري چې داسلامي اصولو، ملي ګټو او افغاني عنعناتو پر ضد وي ، د اساسي قانون له برکته به په راتلونکي حکومت کې دسیاسي قدرت د توازن او په حکومت کي د ټولو افغاني اړخونو د اشتراک لپاره زمینه برابره شي ) .                                                                                        داهم د ليکلو وړبولم چی ووايو قانون يعني څه ؟ او هم په يوه ټولنه کي اساسي قانون څه شي دي ؟    ځيني سياسي کار پوهان قانون داسي تعريفوي : په يوه ټولنه کي قانون دقواوو دتناسب او دهغوي دګټو مستقيم انعکاس دي ۰ ځکه نو په ټولو بشري ټولنو کي قانون يو ډول نه وي ۰ دا ځکه چی په هغه ټولنه کي چی ډموکراتيک او چپ قوت تر راستو قوتونو په اکثريت کي وي نو قانون دولس داکثريت د ګټو ښکارندويي کوي ۰او که په ټولنه کي راست او ځيني وخت جنايتکار  قووتونه په اکثريت کي وي نو په دې حالت کي قانون دمحدود قشر په ګټه او دلوي اکثريت ولس دګټو پر ضد تصويب کيږي ۰ اساسي قانون په يوه ټولنه کي دنورو قوانينو اساس بلل کيږي ځکه په ټولنه کي نور قوانين داساسي قانون په روڼا کي تدوين او پلي کيږي ۰ ځکه نو يوازي  اساسي قانون دي چی په ځينو ټولنو کي دټول پوښتنو له لاري او په ځینو کي بيا دپارلمان له لاري او په افغانستان کي بيا اساسي قانون د لويو جرګو له لاري تصويب سوي دي ۰ ولي نه داسي لويه جرګه چی داشغال تر سيوري لاندي دځانګړو امتيازونو په اخستلو سره پر ولس باندي غير مشروع او دملي ګټو ضد  اساسي قانون تحميل کړي ۰ او  دښه وضاحت له پاره به په نيژدي څو لسيزو کي  څو بيلګي په لاندي ډول  وليکو : 

 ۱ـــ  د۱۳۴۳ هجري شمسي کال  اساسي قانون ته که ځير سوو په هغه کي ددربارلږ څه امتيازونه او دځينو نيمګړتياوو تر څنګ  نورد ملي ګټو  منعکس کوونکي وو ۰

۲ ـــ دمرحوم داود خان په وخت کښي داساسي قانون دتدوين له پاره دولتي هلي ځلي کيدلي او په هکله يي داسي هم ويلي وه چی راتلوونکي اساسي قانون به مترقي او دموکراتيک وي ۰ دا په مجموع کي په  دې معنی چی دملي ګټو منعکس کونکي به وي  ۰                                                                     ۳ ـــ دمرحوم داکټر نجيب الله په وخت کي اساسي قانون داسي تد وين سوي وو،  چی نه داسي نيمګړتيا او هم  هيڅ داسي څه پکښي   نه وه ،  چی سياسي مخالفينو او جنګي تنظيمونو  د هغه څخه په استفاده د وخت حاکميت ترانتقاد  لاندي راوستلي واي   ۰ دا ځکه دحاکميت يا دهغه وخت دحاکم ګوند هيڅ امتياز نه و پکښي څرګند سوي ۰ ځکه نو ويلايسو  چی پورتني دواړه اساسي قا نونه داسلامي ارزښتونو په روڼا کي دملي ګټو په نظر کي نيولو سره تصويب سوي وه ۰                                                                                                                                                                                                                

 با يد ووايو ټول هغه سياسي ګوندونه او اجتماعي سازمانونه چی دافغانستان تجزيه او  بربادې  په  اوسني اشغال ، اقتصادي او بشري جنايتونو کي ويني ، بايد دپاريس په غونډه کي دطالبانو پر ملي دريځ ، ددولت او دغونډي دنورو تظيمي  مخالفينو پر غبرګونو نو باندي ،  دملي ګټو په روڼا کي خپل ګوندي او سازماني دريځونه  وړاندي کړي ۰ او که  دداسي لوي سياسي رويداد په وړاندي چپتيا او بي تفاوتي اختيار سي ، دا به نو په دې معنی وي چی  دغله سره دجوال دخولي نيول دي ۰

        نوربيا                                                            تمت باالخير


January 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات